نظم
ورکه مېنه
عبدالباري جهانيد ژوندون وحشي موجونو
له آشنا مېني بېل کړى
د زمان ياغي بادونو
بل جهان ته يم راوړى
رايادېږي مي جونګړه
رايادېږي يې خيالونه
هسي ليري راته ښکاري
لکه ورک ستړي خوبونه
نه د چا پر بيدو شونډو
څه مرموزه نغمه ناڅي
نه د چا له پټو سترګو
د هوس ترانې پاڅي
نه د چا پر سپينو لېچو
توري څوڼي راخورې دي
نه د مړو کتو يادونو
سپيني کړي د چا شپې دي
نه د چا پر دنګه غاړه
لونګين په ورو ورو زانګي
نه مستۍ د مستو پېغلو
ماتي کړي دي ګلڅانګي
نه هغه د سوما بوټي
نه هغه د غرو لمني
نه اوښبه نه يې هى هى دئ
نه کېږدۍ دي چېرته پلني
نه هغه وحشي دښتونه
نه خاټول پکښي غوړېږي
نه شېلې نه يې باډاسکي
نه څپې پکښي مستېږي
نه "خوشال" له زوره ږغ کړه
په ښکاره چي خوله يې راکړه
نه له بخته فريادي دئ
چي ملګرو ورته شا کړه
نه "حميد" په شنه زړګي کي
خيال د شونډو دئ ساتلى
نه فراق د نوخطانو
کرۍ شپه دئ ژړولى
نه محفل سته د رندانو
نه قيامت د پايکوبونو
نه د شيخ په لاس عصا ده
نه فرياد له سرکوبونو
نه څه زېرى د فردوس دئ
نه هوس د کوثرونو
نه څه وېره د ګناه سته
نه وحشت له دوږخونو
نه جنون پر خروښ راغلى
نه هوښياره بدمستي سته
نه د عقل لېونتوب دئ
نه د بنګو هوښياري سته
دلته اور د ژوندون نسته
د ساړه جهنم کور دئ
دلته هر څه ايرې کېږي
د حيات په نامه ګور دئ
دلته هر څه سودا کېږي
دلته هر څه بازاري دي
دلته ويني بېګانه دي
دلته ميني ظاهري دي
زما د جګو غرو سندري
څوک يې نه سي اورېدلاى
زما زيږه پښتنه ژبه
دلته نه سي ګړېدلاى
زه داستان د برباديو
زما کيسې په وينو سرې دي
نه له ستوني مي ږغ وزي
نه په سور کي زمزمې دي
دلته وژنم خپلي هيلي
بې لمبې سوځم ويلېږم
نه د چا د لاري مل يم
نه د چا مخ ته بلېږم
زما هغه جنت پردى سو
چي مي حوري ورستايلې
زما هغه کورګى تباه سو
چي کيسې به مي کولې
ها نسيم لمبه لمبه سو
چي يې ويني ويښولې
هغه جام له زهرو ډک سو
چي مستۍ يې پاڅولې
زما وروستي بڅري مړه سول
زما نه مه غواړئ اورونه
زما ګونګى احساس مړ سوى
زما نه مه غواړئ شعرونه