غزل

اوس خو کار د وار د پار دی

خوشحال خان خټک

اوس خو کار د وار د پار دی

که د زويه، که د پلار دی

يا زما زويه دا شان دي

يا د هر چا دا روزگار دی

نه په حق نه په ادب دي

خبر نه يم دا څه کار دی

چې په خپل اولاد نازېږي

هغه کس کله هوښيار دی

د اولاد په کار خبر شوم

اولاد واړه لړم، مار دی

دېرش مې زويه په شماره دي

د نمسيو مې څه شمار دی

لوی، هلک واړه خبر دي

هر يو جنگ وته تيار دی

اورنگ شاه و ته نظر کړه

چې يو څه خوني، خونخوار دی

وروڼه، پلار يې وبله کښېښول

بادشاهي کا شهريار دی

چې ژوندی گرځې خوشاله!

لا منت د کردگار دی