غزل
اوس مېن له ياره و خپل ځان وته روان دي
امیر حمزه شینواریاوس مېن له ياره و خپل ځان وته روان دي
پوه په حقيقت چې شو جانان و ته روان دي
خير دې اشنا غواړه اوس د ډېرو حجابونو
گورې مې لاسونه چې گرېوان وته روان دي
کمې جوړ د خاورو دمېنو بړبوکۍ شوې
څه روغ لېوني چې بيابان وته روان دي
نه کړل پښه نيولي، نندارې د زړه چاودون هم
خلک په سپرلي کې گلستان وته روان دي
خام گڼي خپل حسن چې تکل د آيينې کا
گوره خو حيرانو ته حيران وته روان دي
فتح د سپوږمۍ څه عجيبه شوه چې دا خلک
تل له يو جهانه بل جهان وته روان دي
دا خونړۍ سترگې، دا تېره پنجې غاښونه
دا بني ادم دي خو انسان وته روان دي
ښکاري پښتانه لکه مېږي غوندې دنيا ته
دا په دبدبه کې سلېمان وته روان دي
ځي به تاترين ته دا چې حق ته مقابل دي
څو که حمزه هغه نن اسمان وته روان دي