غزل
اوس زما هغه مقام دی نه خوشحالی يم نه خفه يم
امیر حمزه شینواریاوس زما هغه مقام دی نه خوشحالی يم نه خفه يم
نه د ځان سره ملگری نه شامل د تا سره يم
چې اسباب يې متحد شي خامخا هغه کار وشي
ته مجبوره په راتگ وې، زه مجبور په شکريه يم
چې ساحل مې په نظر شي وايم لرې سمندر دی
څو چې سر شم هسکولی زه پوهېږم چې چپه يم
زه که ستا له لاسه جوړ يم، ده ستا صنع راکې پاتې
عاقبت به ښکار زما شې ته ښکاري يې زه خزه يم
تاو د عشق به مې فنا کا د هستۍ خشاک مې ډېر کړه
چې مې سوز په کمون نه شي څو چې پايمه لمبه يم
نمر د عشق يم په سر راغلم سوري ورک د غيريت شول
د وصال روښانه وخت يم زه چې ټکنده غرمه يم
ډېر حرص مې چې د ښکار و ورک مې غار د قناعت کړ
د هستۍ اوږد ځنگل دی په دا څه که زه حمزه يم