نظم
وصال
عبدالحمید مومندقصه دا چې شاه گدا سره وصال شو
له خلله د رقيب فارغ البال شو
جدايي له مېنځه ووته گوښه شوه
د فلک ورځنې ورکه خرخشه شوه
له اغيارو يې غبار په خاطر نه و
عار وبار يې په باطن په ظاهر نه و
جانبينه يې اخلاص هسې فايق شه
چې هر يو د بل معشوق (شه) هم عاشق شه
هسې رنگ سره په مينه کې همدم شو
چې گويا دواړه ژوندي په يوه دم شو
متحد سره په هسې اتحاد شو
چې بېغم د جدايۍ له فساد شو
محبت سره يو تن په هسې حد شو
چې شماره سره په سود وزيان کې حد شو
مشرف په مرتبه د همه اوست شو
که ظاهرو که باطن ومغز پوست شو
په خوراک به تل د يو بل مړېده!
په پخساک به تل د يو بل نړېده
چې يې پوخ په محبت کې پيوستون شه
بېلتانه پکې ځای نه موند ځنې ستون شه
همه عمر يې نصيب سره وصال شه
څو ژوندي وو په دنيا کې دا يې حال شه
دا خبره دې څوک نه گڼي عجبه
خبردار شه ته دمينې له مذهبه
زليخا به کله کله زما دله
د يوسف په نوم اوبه غوښتې له بله
چې به دې چرې له چا آب و طعام غوښت
په دا رنگ به يې سهي دده په نام غوښت
ما يوسف لره اوبه او طعام راکړئ
ما يوسف له لوږې تندې تبرا کړئ
يوه ورځې ليلی رگ وواهه ياره
د مجنون په تن د وينو تلله داره