نظم

اووم باب په بيان دتوکل کې

خوشحال خان خټک

چې خبر په توکل دی

جز يې مه گڼه چې کل دی

خپل کار وسپاره خپل خدای ته

سبب مه پرېږده خپل رای ته

اعتماد يې په کرم کړه

مه په مال ، مه په درم کړه

که وکيل، که وسيله وي

که دې څه نوره حيله وي

که لښکر لري بې عده

مال وملک لرې بې حده

که دې توان دشجاعت وي

که تکيه کړې پرې ()

که سړی سبب کامياب کا

کار مسبب الاسباب کا

که لرې ته ډېر هنره

توکل به وي ورسره

ته خپل کار و خدای ته پرېږده

توکل کوه مه رېږده

سبابه