غزل
په دې محفل کې ساقې نسته چه رندان تږې دې
عبدالباري جهانيدخم له څنګه وچې شونډې حریفان تږې دې
نور دغوټۍ د سپړیدلو تمه وزمو لیده
اوس دخارونو دزخمونو بورا ګان تږې دې
ددې په نصیب نه دې دسکون خوبونه
چې سمندر کې لا مو جونه دتو پان تږې دې
ددیدنو جنازی پر ګودر خښی شولی
کلونه کیږې پیغلې شونډی دپیزوان تږې دې
ددرخانۍ اوښکو ته نه ژاړې دشپی نکلونه
رباب ته نه ورځې نغمی دادم خان تږې دې
دحسن ښاردی دپردې هندو یرغل نیولی
دامحرابونه بلال غواړې داذان تږې دې
دذلیخا په تور مې ونیسه معصوم خیالونه
چې دخوبونه تعبیرونه دزندان تږې دې
جهانې لاری دپردیسو اوښکو مه بندوه
زموږپه وطن کې خړی مځکې دبارن تږې دې