غزل

په غبارونو لارې ډکې دي چې تاووینم

پیر محمد کاروان

دپردې شاته راښکاره شه چې رڼا ووینم

زه درته ناست یم له کلونو په کړکۍ کې دزړه

زموږ کوڅې ته به راځې چې دې اشنا ووینم

شه په موسکا، که د اغزي د سر په پرخه کې وي

چې مې قبوله په لمدو اوښکو دعا ووینم

زه هم د مینې د زنځیر یوه غریبه کړۍ

دوړانګو ډک لاس دې راتېر کړه چې شرنګا ووینم

ارمان چې ستا په اسویلي لکه د شمعې ومرم

ارمان چې ستا په غېږ کې ځان لکه سبا ووینم

زما په سترګو او په زړه کې غمي ولیګوه

چې دې په تورو تورو تیږو کې بیا بیا ووینم

کاروان دې ومرم د ارمان له لارویو سره

کاش مروره یاره یو ځل دې پخلا ووینم