غزل
په عاشق باندې غوغا غماز پدول کا
خوشحال خان خټکپه عاشق باندې غوغا غماز پدول کا
چې گلونه پرې کوي، اغزي قبول کا
ارسطو تر افلاطون ښه و ، سکندر ته
په جهان کې هرڅوک مينه په خپل کول کا
څومې زړه په بې غميه پسې درومي
هومره نور تازه غمونه راوصول کا
دا تازه تازه مضمون چې په بياض کښم
خبر نه يم چې له کوم رانزول کا
اشنايي لکه ښه تول چې ورته اش کړې
جدايي لکه ږلې ورانی د تول کا
ښو ښکاره د قيامت علامت دا دی
په فاعل باندې چې اوس تېری مفعول کا
درېغه يو هسې پيدا شي چې په عشق کې
دا د ما لېونی زړه څه خو معقول کا
گل، سنبل جوړه د ستا و يار ته
چې په مخ باندې ولول کا
زه د عشق په گنج توانگر يم که نور خلک
ټولول د زرو مال، متاع و پول کا
زما دوې سترگې و لارې ته څلور شوې
که ښکاره د يار له لوريه خدای رسو ل کا
گوندې وي چې د وصال په خوښۍ خوښ شي
چې خوشال په جداييه کې ډېر نول کا