غزل

په بڼو غشو د ستا چې څوک گايل وي

امیر حمزه شینواری

په بڼو غشو د ستا چې څوک گايل وي

تر قيامته به سوری په زړه ، بسمل وي

چې د گل د پاسه ناسته کړې په مينه

د لکۍ د لاندې سور ځکه بلبل وي

په خرام خرام روان دی قتلول کړي

لکه سيند چې بې نيازه له ساحل وي

ځان به بچ کړي څوک په څه شان له هغه نه

چې وسله په لاس کې نه لري قاتل وي

عاشق ځکه سست کاهل وي زېړ زبېښلی

چې په حال کې د قيام يې هم منزل وي

په قسمت چې ميسر ورته وصال شي

نو د رعب يې پرده تر منځ حايل وي

چې عاشق يې په جمال شي نو په ورځ کې

د حمزه په شان به يې سل ځله وژل وي