غزل په چلم کې مې دود نه شو د اشنا غم امیر حمزه شینواری د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 په چلم کې مې دود نه شو د اشنا غم لا مې جوش لکه چلم کوي سوا غم 02 خوشحالي د غم کمي ته وايه کېږي د وصال په وعده کم شي د هر چا غم 03 خوشحالي نشته وصال کې مدهوشۍ دي پس ددې نه وي مدام سبا بېگا غم 04 می نوشي د حد په هور ته رسم نوشي ده اندېښنه کړي سړی تنگ، نه په رشتيا غم 05 گرد االود يې وي مرات چې غم د غم خوري او که نه دې آيينې لره جلا غم 06 دا يو کيف د ملکوت دی خوشحالي ده ناسوتي خلک يو څيز گڼي جدا غم 07 چې صدف نه گوهر وځي تاج ته رسي ای حمزه څه خوشحالي ده د قضا غم د قاموس مانا × اصلي کلمه