غزل
په دا کلي کې ډېر کښلي
خوشحال خان خټکپه دا کلي کې ډېر کښلي
چوڼ چوڼ خلک دي و کښلي
ما په واړو کې يو ياد کړ
نور مې شمار کړل لکه کښلي
هغه هم هسې بد خوی دی
چېپه زور راسره نښلي
که دده له چارو وايم
رايې هيڅ نه دي پرېښلي
ولې څه کړم پرې مين شوم
چې څه کا واړه بخښلي
خو مين په هيچا مه شي
په بلا دي مين لښلي
گاه کباب په جدايۍ کې
گاه په وصل زړه وکښلي
عاشقان دي سينه سوي
له اندوه سره اخښلي
په خمار هغه پوهېږي
چې شراب يې دي نوښلي
په دنيا کې به هر چا وي
په ارمان لاسونه مښلي
چې و ما وته يې فاش کړل
څه رازونه وو پوښلي
د خوشال غوندې په عشق کې
نشته نور په رنگ ځبېښلي