غزل
په دا کلي کې څوک نه لرم نېکخواه
خوشحال خان خټکپه دا کلي کې څوک نه لرم نېکخواه
چې رښتيا وايم همدا لرم گناه
له ځوانمرده په خندا په هوس درومي
له نامرده جدا کېږي په آه آه
لکه سيوری وړاندې وروستو راسره ځي
چې و هر لوري ته ځم سبا بېگاه
لکه لاس په شمار د زرو، پول تورېږي
په دوستۍ يې سړی هم شي روسياه
زه په رغم د صوفي، خراباتي يم
چې دمکر ذکر کاپه خانقا
د زاهد په کار کې څو رنگ اشتباه وي
د اوباش په کار کې هيڅ نشته اشتباه
که څوک زړه سوځي په ما ځای د زړه سوي دی
که مې لاس وای زه به ولې وم اکراه
چې يې لافې دپاکۍ کړې څه ناپاک شو
راشه گوره چې څه حال لري تباه
وايې سر په عاشقۍ کې درته څه دی؟
درته وايم که باور کړې يو گياه
رعيت لکه عيال ساته خوشاله!
په ياغي باندې مهم کاندي بادشاه