غزل

په دا څه که د بنگښ راته ډنگ ډنگ دی

خوشحال خان خټک

په دا څه که د بنگښ راته ډنگ ډنگ دی

زه هم ښه يم، زماهم برغو تر څنگ دی

عقل، زور د غوريه خېل تر بنگښ زيات دی

غوريه خېل راسره هم ولاړ په ننگ دی

د بنگښ نه هومره زور وينم نه توره

دا په کوم توکي له ما سره په جنگ دی

غوريه خېل که په ناکام ور سره زيست کا

په رضا ورته بنگښ نيولی تنگ دی

غوريه خېل او بنگښ دواړه مغولي دي

همېشه ورته مغول وهلی لنگ دی

که زه گورې درد اشام ورسره شمار يم

خوار هغه چې يې له ما سره اهنگ دی

هر ملخي د سربازيه هنر څه زده

چې په دا هنر کې سر ښندي پتنگ دی

لا تر اوسه يې ماغزه په قرار نه دي

چا چې ما سره وهلی سر په سنگ دی

د گينډيو په ځيگر کې يې گولۍ دي

که ليدلی چا زما د ښکار تفنگ دی

لا په خوب کې په لړزه پرېوځي له کټه

چې د چا تر غوږ زما د تورې شرنگ دی

که په دا دور مې گورې! هغه زه يم

چې مې داغ په خاطر ايښی د اورنگ دی

درست جهان مې و مغول وته خير کړ

ځای، په ځای يې پښتانه وته قلنگ دی

ځينې څه لويې دعوې لرم په زړه کې

ولې څه کړم چې پښتون واړه بې ننگ دی

لاندې باندې سره دواړه هسې جوړ دي

چې د دواړو سره تللی د زړه زنگ دی

خو طالع راسره هسې مدد نه کا

گڼه! تېر مې تر فريده نه فرهنگ دی

د خوشال د زړه د حال ننداره وکړه

که په تخت د پاسه کښېني هم ملنگ دی