څلوريزه

په درست جهان کې مې اشنا بيا نه مونده

خوشحال خان خټک

په درست جهان کې مې اشنا بيا نه مونده

څوک به يې غواړي چې ما بيا نه مونده

عمر مې تېر شو په اشناۍ کې

له چا مې بوی د وفا بيا نه مونده