غزل په کاته کاته مې سترگې په خاته شي خوشحال خان خټک د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 په کاته کاته مې سترگې په خاته شي چې خبر دې د راتلو راباندې وشي 02 ته خو اوس له مانه لاړې، مرور شوې دا زما ياري دې هم گوندې په زړه شي 03 گوره تا راباندې کومې کوډې وکړې که په پښو درځنې درومم، زړه مې نه شي 04 چې ديدن دمېن وکړمه تازه شم لکه کښت چې په باران سره اوبه شي 05 د ښه يار بېلتون د ستوني پرېکول دي په يرغ به ستونی چېرې پرېکاوه شي 06 په ارمان د هغه وخت يم درېغه، درېغه! که د زنې سېب يې بيا زما په خوله شي 07 د خپل يار د جداييه هسې کار دی لکه ساه چې له وجوده په واته شي 08 بخته! هومره مدد بيا راسره وکړه چې په غېږ کې مې بيا تللی يار اوده شي 09 دخوشال سلام په واړو ښو يارانو گوندې بيا مې په ليدو سره زړه ښه شي د قاموس مانا × اصلي کلمه