غزل

په خپل قسمت راضي شه، تل د بل قسمت مه غواړه

خوشحال خان خټک

په خپل قسمت راضي شه، تل د بل قسمت مه غواړه

فراغت دې مبارک شه، که دې ونيوه دا دواړه

د ژوندون پيوند تړلی په يوه اومه سپڼسي دی

د جهان غمونه پرېږده، نور به څه ژاړې ځان ژاړه

خپل دي، که پردي دي، قلم وڅکوه په واړو

دور د فساد شو په خپل زوی و ورور مه وياړه

هر چېرته چې گرځم، ځينې هسې چارې وينم

کار، مدار په نن شو، د سبا اندېښنه لاړه

گوره کوم يو باد دی ې په درست جهان راوالوت

زړه په چا ښه نه شي لباسي شول خلک واړه

ماوی کلی مېشت دی،چې په کلي باندې راغلم

تش کنډر پراته دي، خالي مېنه ده اوجاړه

هر چېرته چې گرځي په لا حول ترې تېرېږه

سل بلا په زړه کې سل دانې تسپې په غاړه

ډېره سودا وشوه، سل دعوې د سود په طمع

وخت د مازيگر شو دله! دا دکان ونغاړه

تل وايې خوشاله چې دنيا وته به شا کړم

لا خو دا دنيا ده مخامخ درته ولاړه