غزل

په خوني هاتي سوره شوه می پرسته

خوشحال خان خټک

په خوني هاتي سوره شوه می پرسته

زه هم مست، هاتي هم مست دی، دا هم مسته

خدای د درې واړو مستانو سره سر کړ

بله نشته، يا به نيست شي، يا به هسته

نندارو لره يې راشئ نندارچيو

يوه لويه هنگامه شوله پيوسته

چې يې ستا زلفينې کېوتې په لاس کې

لاس يې پرېوځه، که يې دی پرېږدي له دسته

يار د ما څخه په کور دننه ناست و

زه بې روخه گرځېدم دده په مرسته

نه ياري، نه اشنايي ، واړه لباس دی

چې خبر شوم د وگړي له بربسته

ما په وږيو سترگو ډېر يان خوړلي

په ځير ځير دې مخ ته نه گورم له کسته

چې د سلو کالو زهد سود ثواب و

مغبچه مې په زمان يووړ له دسته

د خوشال په ځان د ډېرو غشي لک دي

خو هم ده زده چې دی مري د چا له شسته