غزل

په لحد کې به هوا نه وي هوس

خوشحال خان خټک

په لحد کې به هوا نه وي هوس

درسره به خپل عمل درومي نور بس

بې توتي نه قفس هيڅ نه دی باور کړه

روح په مثل د توتي دی تن قفس

فهم وکړه چې ضايع در څخه نه شي

لکه دُر بې بها دی دا نفس

چې دا دُر بې بها هسې تلف کا

دڅارويو په شماره دی هغه کس

دخانانو په خاکونو گذر وکړه

زرغونه يې په خاکونو خار و خس

هر چې شوي نه بدليږي، دا په څه کړې

هومره ډېرې اندېښنې هومره وسوس

نصيبه به له جهانه يو کفن وړې

هغه هم اته، يا نه گزه، يا لس

دا به واړه له تا پاتو شي ای ځانه!

که ښې جونه، که آسونه، که اطلس

تيارېږه وخت دکوچ راغی خوشاله!

په هر لوري نارې اروې د جرس