غزل

په سپين جمال چې تار په تار دوې زلفې عنبر فام کا

خوشحال خان خټک

په سپين جمال چې تار په تار دوې زلفې عنبر فام کا

محبوبه غواړي دا چې رڼا ورځ په عاشق شام کا

چې ډېرې د يار زلفې يادوم مقصود مې دادی

چې ما د يار د زلفو د حلقو دېوانه نام کا

عاشق چې په جهان کې خپل ژوندون له خدايه غواړي

د زړه مقصود يې دادی چې ځان ځار تر دلارام کا

زه مست بېخوده پروت يم په يوه پياله د ميو

ساقي ښيښه نيولې راته فکر د بل جام کا

په مخ د ښو محبوبو زه مين څه هومره نه يم

چې يا به يې څوک و کښي يا يې شرح څوک مدام کا

دلبره چې له دله د عاشق په مرگ راضي شي

د سترگو په کاته کې و عاشق و ته پيغام کا

چې تا منع کوي د بت په عشق کې وته وايه

کعبه د کاڼو گوره ترودې څه خلک احرام کا

که غټ د عنايت په سترگو وگورې خوشال ته

دده مقصود به واړه په يوه نظر تمام کا