غزل

په تازه عاشقي مهر کوه مهر

خوشحال خان خټک

په تازه عاشقي مهر کوه مهر

چې اشنا شو نور که مهر کړې که قهر

که د زهرو پياله وي خو ستا له لاسه

تر عسلو به لا ښه وي هغه زهر

چې له لويو، له هلکو جفا اورم

مگر دود د وفا نشته ستا په شهر

په عالم کړې بلا ستا سترگو نزولې

څوک به څه لره تهمت وايي په دهر

زه هاله د عافيت ناوې قبول کړم

چې مې خپله تمنا ورکړه په مهر

د وصال ورځې هلکې تر گړۍ دي

بې ليدلو مياشتې کال شوې گړۍ پهر

د ديدن تږی بې حده تلوار کاندي

گوره کله به خړوب شي ستا په نهر

خوار خوشال يې لکه خس هسې لاهو کړ

چې د عشق سېلاب راوخوت لهر لهر