غزل

په هر ځای چې قدمونه په خرام ږدي

خوشحال خان خټک

په هر ځای چې قدمونه په خرام ږدي

سل منته په دا مځکه په هر گام ږدي

زه به چېرې ازادي ورځنې مومم

چې دلبره راته تل د زلفو دام ږدي

که تر نام او تر ننگ تېر شو غم يې نشته

عاشق هر کله قدم په ننگ و نام ږدي

نه بهار شته نه ساقي شته نه مينا شته

اوس به څوک زما په لاس دميو جام ږدي

څوک يې نه پسندي په ما، هسې بدنام شوم

د نېکيې نام چې څوک په ما بندنام ږدي

په صحيح سالک هغه دی په دا لار کې

چې قدم د ترقيې په مقام ږدي

زه د کښليو په پښو سر ږدم که نور خلق

خپل سرونه د پيرانو په اقدام ږدي

ستا دخال فکر مې نه درومي له دله

په زړه گوتې مې داغونه صبح و شام ږدي

راشه ! گوره د خوشال د خاطر وينې

په بياض باندې چې هر حرف د کلام ږدي