غزل

په هره کوڅه گرځم، که مې چا ليده رنگينه

خوشحال خان خټک

په هره کوڅه گرځم، که مې چا ليده رنگينه

گل مخه، عنبربويه، هوسۍ چشمه، مه جبينه

په خوله غونچه دهانه، په غاښونو دُر دندانه

په دواړو خوږو شونډو تر شکرو لاشېرينه

په زنې لکه سېبه، په غبغبو دلفرېبه

په غاړه لکه، زاڼې سبر قده تن سېمينه

په تور باڼه ناوکه، په ابرو لينده بې شکه

په پوزه لکه ليندی چې راپاڅي له کمينه

گلگونې ختې واړه، مرصع منی په غاړه

ټيکه په تندي ايښې په زلفينو عنبرينه

په خوی خونې خون رېزه، مهرجنه جنگ امېزه

بې باکه عاشق کشه، بې پروا له داد و دينه

که زر خونونه کاندي، زړه يې نه شي لاندې باندې

لا نور ورپسې غواړي خوشالېږي څو چې مرينه