غزل

په هره تنگه خوله کې برابر نه دي خواږه

خوشحال خان خټک

په هره تنگه خوله کې برابر نه دي خواږه

په ځينو کې حلوا دي څوک نبات لري ناږه

سمې، کږې ډېرې په خپل زړه لرې خپل يارته

ځکه دې د زلفو ويښته سم وي هم کاږه

بخت دی چې يې اوس ستا له لبانو سره څښمه

تا مې چې دننه زړه په سره پېزوان ځاږه

زه د زړه بدخواه وم، ما پرې وکړه پرهارونه

څه لره مې دی ديار غمزو لره لاږه

اور لرې په مخ کې چې په تا مين کېدلم

ما به په دا بله لمبه ننه زړه ځاږه

زلفې دې تور مار دي زه يې هسې وخوړلم

مرم راباندې نه ځي د دم گرو هيڅ پاږه

مست يم، می پرست يم، زه خوشال په خرابات کې

له ميو به وانه وړم که مې وژنې په وراږه