غزل

په هره زمانه تر ليلا کښلې پيدا کېږي

خوشحال خان خټک

په هره زمانه تر ليلا کښلې پيدا کېږي

مجنون ورلره بويه چې په مخ يې شيدا کېږي

په رنگ په هنر نه ده نه دا کار د سحر و دم دی

يو سردی د زړه مينه چې په چا هويدا کېږي

چې څوک په مهر، مينه سره خپل پيوند محکم کا

که سل تورې ور واخلې سره چېرې جدا کېږي

يا حسن دی، يا عشق دی د دنيا په دا بازار کې

په ناز او په نياز سره دا دواړه سودا کېږي

خوله ونغاړه ناصحه! چې و ماته نصيحت کړې

ښه مخ و ته مه گوره وايه دا به په ما کېږي؟

په سرتړلي نه دي نه اندوه د دوزخ کاندي

دا کار چې عاشقان کا وايه کله په چا کېږي

په رب زما سوگند دی واړه گل په ما اغزي شي

چې بې له زېبا مخه مې گلکښت په صحرا کېږي

خپل زړه مې لوی مفتي دی روايت ورځنې غواړم

چې صبر کړم له ياره وايي کله رواکېږي

ياري چې تازه وکړې صبر فهم پکې بويه!

په ورورو نوی يار په هنرونو اشنا کېږي

انبار انبار پراته دي عاشقانو ته غمونه

پېغور د عاشق دا دی چې يې غم وته شا کېږي

که ناز کا که خيالونه واړه وړه د دلبرانو

خوشاله چې مين شوې که يې نه وړې بلا کېږي