غزل
په ورو ورو څه خو خبر شوم ستا له مينې
خوشحال خان خټکپه ورو ورو څه خو خبر شوم ستا له مينې
لکه اور ليدلی نه ، لوگی يې وينې
پردېسی حيران پرېشان له خلقه تښی
دا په تا پسې جوگي شوم که مې وينې
چې په تا پسې ژړا کوم په اوښکو
عاقبت به دا ژړا وکړم په وينې
چې هغه ساعت په ياد کړم لولپه شم
چې به تا راته خبرې کړې شېرينې
څوک به تا غوندې پيدا په جهان نه وي
هوسۍ سترگې عنبر مويې، مخ نسرينې
هغه وخت را څخه لاړ چې مې به کښل کړې
دواړه ستا ميگونې شونډې شکرينې
که خمتا واغوندې لا ښه شې تر نورو
که څو رنگې جامې واغوندې ورېښمينې
ته مې پاس د زړه په سر باندې مېشته يې
نورې واړه يو سر، بل سر دل نشينې
ستا په خوی پورې حيران يم، خوی دې څه دی
په ثنا راسره جنگ کړې نازينې
لکه زه په تا، مجنون دا هومره نه و
نه فرهاد هسې مين و په شېرينې
عشق تنها څه په ليده د سترگو نه دی
لا د خولو په صفت هم کاينې خوړينې
د خوشال د زړه دخونې لکه څراغ يې
لا به کله راښکاره شې مه جبينې!