نظم
پاک الله ته
خوشحال خان خټکزه مدد غواړم له تانه ای يوه خدايه احده
که مدد، دې را سره وي چار به نه شي زما بده
زه عاجز مريی ستا يم تا به ستايم ستا په فضل
ستا ثنا صفت به وايم څو زه توان لرم بې حده
ستا ثنا ده تر حد تېره د بيابان تر شگو ډېره
هسې څوک دی چې خبر شي ددې شکر له عدده
نه ته زوړ يې نه ته ځوان يې لکه وي هسې يکسان يې
لکه وي هسې به وېنه له ازله تر ابده
ځمکه سبع سمواته دواړه کونه کائناته
واړه تا گوښي پيدا کړل بې د نورو له مدده
دا همه واړه ملکونه تازوول له کاف او نونه
هم والد يې د ملکونو هم منکر يې له ولده
که سفيد دی که سياه دی په وحدت دستاگواه دی
ته محيط له هره څيزه له سفيد و له اسوده
ستا کار واړه خوبي دی په خوبي او په نېکي دی
دا و موږ وته رسېږي کله نېکه کله بده
دا شامت زموږه خپل دی چې موکار هسې مشکل دی
گڼه ته څه هسې نه يې چې خپل ور تړې له رده
هر چې نه دې وو په نغوته تا لبيک ووی هغو ته
چې په يا صنم ويل کې دا غلط دي يا صمده
ته پوښتنه کړې له حاله چې يې حال ښه وو تر قاله
د بلال اشهد قبول شو ددې نورو له اشهده
د خوشال ويل اومه دي لايق ستا د صفت نه دي
ستا په فضل به پخېږي دا اومه ويل احده