غزل پنډ، بد روز، بکر، حيران، بهادر خان خوشحال خان خټک د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 پنډ، بد روز، بکر، حيران، بهادر خان هدايت، ترين سوخته وو تر دا ميان 02 شېخ ستار ماشه، ټوپک عبدالرحيم و د ټوپک کونده خدای يار جا مکی کامران 03 د ټوپک کونده هر گز نه وي بې سيخه حق نا حق يې په کې جوړ کړ جهانخان 04 د تسمو په ځای گويا دا نور عالم و اسفنديار غوندې يو څو گېدی پاجيان 05 مړدکی، دارو همه خواجه صادق و بندوقچي صاحب صوبه و په خپل ځان 06 په دا هسې غر څه روخ د گوزار نه و په آزار به يې گډوډ کا خدای جهان 07 په مثال خواجه خضري غرڅه خوشال و چې گوزار ورباندې وشو ناگهان د قاموس مانا × اصلي کلمه