نظم پينځه ويشتم فصل - په صحيح تعريف او تشويق د مير شکارۍ په طرز د غزل خوشحال خان خټک د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 په خوشال باندې د ښکار هوا ژوندون شوه مرده دله که په تا باندې بېگار ده 02 په جهان کې لويه چار د مير شکار ده که دا چار گورې هر کار لره په کار ده 03 څو قابو تلاش دا دواړه دي په ښکار کې چار د جنگ دمړنتوب هم په دا کار ده 04 په هر کار کې يې حکمت هنر حاصل شي چا چې ښه په لاس نيولې چار د ښکار ده 05 هره چار د نېکو بدو چې د پار ده ومير ښکار وته په سترگو کې آشکار ده 06 آلوده په ډېر غم ورځ د عمر زار ده چې په شمار د عمر نه ده ورځ د ښکار ده 07 ورته هيڅ د ښکار د ذوق خبرې مه کړه د هغه سړي چې طبعه د بېکاره ده د قاموس مانا × اصلي کلمه