نظم

پينځلس گونې

خوشحال خان خټک

دخدای سره جنگ نه شي

که هر څو وي څوک دلېر

سږ کال چې د غواص دی

په هرلوري دي تبجن ډېر

د مرگ تبې يو څېر دي

د ژوندون تبې بل څېر

تر مياشتې تبجن ورشي

لا تر مياشتې تېر و بېر

بخت ناک په دوه هفتې شي

تر فاني جهانه تېر

ژوندی و درويشت کاله

زلميتوب شو باندې زلېر

څو ښه ښکلي مخونه

دي تر تورو خاورو زېر

په رنگ د چنبې گل وو

چې ترې تېل شي د اجمير

په خوبۍ لکه ملک وو

په تقوا په طاعت ډېر

د پلار په زړه يې مرگ دی

لکه زخم د شمشېر

يو څه د بلا غم دی

چې اسمان کړ رابرسېر

که ډېر وو نور غمونه

په دا غم شول واړه هېر

ارمان چې په ديدن يې

مين نه شول واړه سېر

غليم يې که بادشاه وي

پلار يې کړی باندې پېر

چې وړ به يې له وروڼو

نه وکار د شرزه شېر