نظم

پينځلسم فصل - په غزل سره په بيان د صافولو د باز کې

خوشحال خان خټک

د خوشال خبره نغوږه پرې عمل کړه

گرم سرد يې دي ليدلي د روزگار

چې مرغونه د اسمان ساتي دا کار

د هوښيار دی د بيدار دی خبردار

زه دا نه وايم چې زه هوښيار بيدار يم

زما هم له لاسه لاړ دي څو دينار

په صافي کې ښه بازونه رانه مړه دي

خام کشاد مې کړه بازونه په تلوار

د نادان خطا لا هسې گرانه نه وي

که خطا ده خو خطا ده د هوښيار

خو دا هومره تفاوت تر ميان ليده شي

چې هوښيار سړی پوهېږي په خپل کار

سر رشته د مير ښکاري ور څخه بويه

بې هوده مرغی ضايع کا نامير ښکار

ښه مرغه د نامير ښکار تر لاس ورمه شه

او که ورشي يا به خاورې شي يا خوار