نظم

پښېمانه به سې

عبدالباري جهاني

ګوره ښايستې نجلۍ پښېمانه به سې

خوله تر قيامته څوک خولګۍ نه بولي

دا بې انصافه دا هېرجن خريدار

پرونۍ ښکلې ناوکۍ نه بولي

څوک يې و اوښکو ته هم نه ورګوري

هغه کتو کي چي رمزونه نه وي

ځای يې د شعر په څپو کي نسته

چي د ځوانۍ پکښي موجونه نه وي

کله چي واوړي د زمان پر ګوتو

دا د سېليو په شان تېز کلونه

کله چي وغوړېږي نوي ځوانۍ

او تا ته پاته سي خالي نکلونه

نور به دي اوښکي مرغلري نه وي

ناز به دي هم څوک توسولای نه سي

د تودې غېږي ګرمه مينه به دي

د چا اورونه سړولای نه سي

پر سورکۍ شونډو به دي ورک تبسم

زاړه دردونه هېرولای نه سي

د باڼو غشي به دي پڅ وي هلته

د خلکو زړونه به پېيلای نه سي

پر سپينه غاړه به دي توري څوڼي

راتاوېدلای زنګېدلای نه سي

د ناڅاپي کتو يادونه به دي

د چا خوبونه ويښولای نه سي

ستا به هم زما په شان ځواني تېره سي

ستا به هم ما غوندي مستي هېره سي

ته به هم ياد کې د ځوانۍ خوبونه

په ژوندانه به دي هستي هېره سي