نظم

پښېماني

عبدالحمید مومند

چې د نمر په شغلو وسه د فلک زړه

رابيدار شه شاهزاده له مهر ډک زړه

ډکه خوله په خندا راغی و گدای ته

کوز کوز گوره له حيا و پشت پای ته

ډېر په تېر قهر پښېمان ، وايه په ځان بد

چې بې ځايه مې کاوه په يار گومان بد

لکه گل هسې گدا ته شگفته شه

د غونچې په څېر گويا په دا گفته شه

چې عزت د سرورانو دروېشي ده

هسې فخر د نبيانو دروېشي ده

بادشاهان دي گدايان د گدايانو

ځای په ځای دعا جويي کاله پاجيانو

په دعا سړی صاحب د تخت و تاج که

په ښېرو يې تخت و تاج تاخت و تاراج که

خلق نوم د شاه گدا سره سم اخلي

بې گدايه دشاه اسم کم کم اخلي

خدای د پاره زړه له غله وغشه صاف کړه

په عطا تېره خطا راته معاف کړه

پس له دې به سره اوسو يوځای مونږه

ښه کوو به نوم د شاه و گدای مونږه

له مرضۍ به يو د بل تخلف نه کړو

چې له لاسه د هجران تاسف نه کړو

چې يو څو ورځې همدم و همزبان شول

يو په بل باندې بې حده مهربان شول

د راز عود چې يې د عشق په آتش کېښو

عاقبت يې لوگی بوی دعنبر پرېښو

خبردار يې په اسرار اهل مکتب شه

له دې بابه گفتگوی په مرمر لب شه

هلکانو چې يوځبله به مذکور کړ

دا مذکور به يې په يو سپري مشهور کړ

هلکان واړه شوخ چشم فتنه گر دي

لکه اوښکې رسواجن و پرده در دی

که د دوی دوړاندې ووهي څوک دم

هغه دم به يې رسوا که په عالم

عاشقي د گدا لاړه افسانه شوه

عيب جويو لره جوړه بهانه شوه

چا به وکه په خندا ورپورې طعن

چا به وايه له () کينې ورپورې لعن

ناصحانو په دا مينه ملامت که

ددې کار په ملامت يې علامت که

مينه لار ده هم د يار د ملامت ده

نه قلا دامانت د سلامت ده

زړه مدام په عاشقۍ ملامت اوسه

له بلا د آخرت سلامت اوسه!