نظم

پښتون سيده

ګل پاچا الفت

توره تياره وه مړه اولسونه

راپاڅول تا ويده قومونه

راوړه دنيا ته تا پيغامونه

نوی فکرونه ښه ښه خويونه

ستا له مشعله رڼا شوه زړونه

ډکُ وو حکمت نه ستا تعليمونه

وښورول تا غافل فکرونه

څومره خواږه وو ستا بيانونه

پښتون سيده د شرق نامداره

د دين او علم د کور سره داره

تللی وې چېرې د څه د پاره

د چا له غمه وې نا قراره

چېرته چې لاړې ته رهنما شوې

د حق د لارې صحيح پېشوا شوې

رهبر د علم او د معنا شوې

ړندو د پاره دد لاس امسا شوې

ستا په ښودنه ويښ انسانان شول

تازه باغونه بيا د عرفان شول

مشهور دنيا کې ستا شاگردان شول

روښان فکرونه ستا په بيان شول

ټوله دنياکې وگرزېدلې

په شرق و غرب کې نه ځائېدلې

چې په منبر به ودرېدلې

له هر چا پورته ښکاره کېدلې

له تا سره وو ډېر تاثيرونه

درته خېران وو ډېر عالمونه

دنيا رڼا شوه ستا له تنويره

جهان خبر دی ستا له تاثيره

حق سر اوچت کړ ستا له تقريره

ستا له تحريره ستا له ضميره