نظم
شاعر
ګل پاچا الفتنور يې وصل کې نه مومې څه چې دی مومي هجران کښې
خوند له خپله ذوقه اخلي که هيڅ نه وي دسترخان کښې
گل لا نه وي ټوکېدلی چې وږمې يې راځي ده ته
د بلبلو نغمی اوري د بل عصر گلستان کښې
د مرغانو پروازونه په هگيو کښې لا ويني
پلوشه د لمر ليدای شي د سپيدوڅيری گرېوان کښې
کړې سپوږمۍ سره خبرې له اسمانه سره هم لا
د بلبل په ژبه باندې دی پوه شوی په جهان کښې
نسيم دی دده استازۍ چې هر ځای ته لري لاره
کله ځي د شاه حضور ته کله گرځي په زندان کښې
د شاعر خيال همدغسې شپه او ورځ دی سرگردانه
يو ساعت باغ و بوستان کښې بل ساعت وي په نيران کښې
ترجمان د طبيعت دی باخبر د ملک له حاله
غلی نه دی پاتې شوی په بهار او په خزان کښې
بېخودی او خودی دواړه سره او ده کره وي
دی اضداد غاړه په غاړه لو بوي يوه ميدان کې
زيات و کم يې يو حرف نه دی خپلې خولې نه را ايستلی
عدالت د وزن وينو خاص د شعريه ميزان کې
د بل کور کې غوايي وي دده بيت کښې معاني وي
حقيقت دی که مجاز دی دواړه شته دده بيان کې
کنايه باندې پوهېږي اشاره ورته کافي ده
همدغومره ويل شوی د عاقل سړی په شان کښې
گوري تل مناسبت ته نه وايي نا مناسب څه
ده آهنگ نظم ساتلی د وينا ساز و سامان کښې
د بيان باغ يې سمسور کړ د اشعارو په بحرونو
اوج او موج د کلام ساتي د خيالاتو په طوفان کښې
دده سترگې دي د وربينی، ذره بينې او حق بينې
له هر چا يې نظر لوړ دی کوي څار په کهکشان کې
حاجبان اوحجابونه دده مخه نيوی نشی
حقيقت پسې کړي هڅه په مکان و لامکان کې
عقل او فکر هغه ځای ته په هيڅ شان رسېدی نشي
د شاعر خيال ځای نيولی په اتم، نهم آسمان کښې
دی دحال په ژبه پوه دی قيل و قال ته حاجت نشته
اوري ډېر غلی شو رونه چې ويده دی نيستان کې
زړه او ورځ سره يې کار دی نور بدن ته يې پام نه وي
ذوق او فکر لري برخه د شاعر په ارمغان کې
دده کور ته دې راځي نه خېټور خلک هېڅکله
وريجې، غوښې څوک نه مومي د شاعر په دسترخان کې
حلاوت او ملاحت شته په کلام نه په طعام کې
د قام غم دده خوراک دی شته همدغه دده خوان کې
د انسان فرق له حيوانه په خبرو باندی شوی
شاعر هر چانه کامياب دی د خبرو امتحان کې
صنعت گردی له معنی نه ښه ليلی شي جوړولی
ښايست ده دی پيدا کړی د ادب په خاندان کښې
د وينا عفت دی دغه چې هم ښکلی وی هم بکره
اوسي دا ښايسته حوره د شاعر په د بستان کښې
ده سره تحولات شته دی راوړي انقلابونه
په افکارو په عاداتو په اوضاعو د دوران کې
چې يو قام له خوبه ويښ کړي او فکرونه رابيدار کا
قدرت دغه تاثير ايښی د شاعر اۀ و فغان کې
ده راوړی ښه فکرونه په هر وخت دغه جهان ته
يوسف وينم را روان دی د شاعر د خيال کاروان کې
ده فرهاد را پيدا کړی د شيرين وطن خدمت ته
ده رستم دی درولی هر غليم ته په ميدان کې
د محمود د بدبه نشته شاهنامه د فردوسي شته
د غزني ښار دی لوټ شوی حديقه شته په جهان کې
نه زړيږي، نه ورانيږي د شاعر بيت په قرنونو
د خير کور له سېلابونو زلزلو وي په امان کې
پر قرنو قرنو ساتلی شاعران شي په دنيا کې
هغه څه چې واقع کيږي يا ورکېږي يوه آن کې
چنگيز نشته، او رنگ نشته ، شاه جهان لاړله جهانه
لا مغلو سره جنگ شته د خوشحال خټک ديوان کښې
ډېر تاوده تاوده جنگونه پس له څه وخته سړيږي
خو جذبه د عشق او شعر نه سړيږي په انسان کښې
د شاعر تودې خبرې هم هغسې لاتو دې دي
تل تر تله سوز موجود دی سوزان شعر د رحمان کې