نظم
رَحمان بابا
ګل پاچا الفتپېژندلی دې هم ځان او هم جهان دی
ځکه وايي درست جهان عبدالرحمان دی
په رښتيا دې قدم ايښی په اسمان دی
قربان کړی دې منصور نه شاه جهان دی
تاته خاورې ، سيم و زر درې واړه يو دی
خان، سلطان او قلندر درې واړه يو دی
په ښه خوی له بدخواهانو بې پروای
آئينه غوندې بې رويه بې ريا وې
پټ د درست جهان پادشاه ظاهر گداوې
لکه ابرهم گوهر او هم دريا وې
د يار غم دې لکه تاج وو په سرباندې
نور غمونه دې کړه ټول له پښو لاندې
بې د مينې محبت له ښه تصويره
نور دې هر څه وايستلی له ضميره
ځان دې خلاص کړله هر قيد له هر تاثيره
باری نه دتورو زلفو له ځنځيره
لکه خاورې پښو لاندې د جانان وې
ددې نور جهان په سر لکه اسمان وې
تا قدم ايښی د خپل نفس په منبر ؤ
له خپل ځان کړی تا مشکل سفر ؤ
نا خبره ستا له حاله څه خبر ؤ
په ظاهره دې اوار دلته بستر ؤ
په يوه قدم تر عرشه رسېدلی
درسته شپه د خدای حضور کې ژړېدلی
ځای په ځای لکه اسيا وې ناقراره
ستا سکون په کور کې نه ؤ بې رفتاره
دنيا دار وې بې درهمه بې ديناره
هېڅ دې نه غوښته بې ياره بې دلداره
لکه گل د پرېشانۍ په وخت خندان وې
د دوهۍ په غاړه ناست شاه جهان وې
دلته راغلې له کوم ځايه له کوم لوري
چې په ډېر حيرت دا خلق درته گوري
د شپې مښک په ورځ کافور درباندې اوري
کړي خبرې در سره د اسمان ستوري
زه دې نه پوښتم له نوره قيل وقاله
بې له زلفو بې له خطه بې له خاله
بېخودۍ وې ته خلاص کړی له غمونو
ته وتلی وې له شپږو جهتونو
له خودۍ نه تښتيدې په فرسخونو
کمه نه وه خودی تاته له بندونو
ځکه تا ويل خو دی لويه بلا ده
بېخودی انسان د پاره ښه پنا ده
د شاهانو که قصرونه کړه آباد
تا د عشق د مملکت ايښی بنياد
عشق ؤ ستاپيرو پېشوا صحيح استاد
درلوده دې په عشق څه ښه اعتقاد
ستا نظر کښې هېڅ شی نه ؤ تخت و تاج
د منصور دار دې گڼلی ؤ معراج
تا قربان کړه سل بې درد له اهل درده
له دې زياته همدردي نشته همدرده
سره لا له نه زرغونېږي له هر گرده
خدای (ج) دې نه کا شاعران چېرې بې درده
بې دردانو لره زړه د چا ور درومي
هر څوک کله د هر چا زړه کښې ځای مومي
ستا د لبر غوندې دلبر په جهان نشته
ستا د عشق په باغ و بڼ کې خزان نشته
غمجن مه اوسه راځه رقيبان نشته
د ليلی په دروازه کې دربان نشته
پاڅه بيا يو ځل سېراب د عشق په جام شه
په ساغر د ماه و مهر می آشام شه