غزل

پلاو وخورې يوه لپه

خوشحال خان خټک

پلاو وخورې يوه لپه

ننه پرېوځي اندرغپه

هيڅ خبر نه وې له ځانه

نه له راسته، نه له چپه

نه درود وي نه دې ذکر

هندو هم نه وي بې جپه

چې هوا يې درته ښه کا

زړه دې ځي په هغه هپه

په هر ځای چې له چا کښېني

يادې راز وي يا دې گپه

ته به ځان تر هر چا ښه کړې

که ښه کېږي په غر ډپه

که په خپل فهم طبيب يې

د خوشال تر فهمه ټپه