نظم

پند د فرزند سعادتمند چې خاص وعام شي ترې بهرمند

عبدالحمید مومند

ای د دين په کور کې بَلې شمعې

جلوه گر اوسې مدام زما په جمعې

د دراز عمر له ونې برخوردار شې

د ښادۍ د دايرې قطب مدار شې

دم قدم دې سعادت مل و رفيق شه

څو چنده تر ما، فلک په تا شفيق شه

ناخواسته دې خدای پوره لره مطلب

د زړه خواست دې جلوه گر مه شه په لب

بې له خدايه وهېچا ته محتاج نه شې

و مخلوق وته سرکوزی په تاج مه شې

له جمله بدو بدانو محفوظ اوسې

په همه نېکو نېکانو محظوظ اوسې

د غفلت موتي دې وکاږه له غوږه

يو څو پنده درته وايم ويې نغوږه!

اول وپېژنه خدای ته په يکي

د رسول په رسالت مه شه شکي

په اخلاص اوسه دوستدار د چهار يارو

مه غوږ باسه و چې پوچې د اغيارو

دم قدم لره له ځانه سره مل

رهنمای د شريعت علم و عمل

خنډ و خار، خوف و خطر لري دا لار

هرقدم په فهم ږده درومه بيدار

هر چې نه ده محمد کړې لالنه

مه کړه ته هغه بندگي هغه پالنه

پوه په فن و په فريب دنفس شېطان شې

د همه هوی هوس په سر سلطان شې

څو دې لاس رسي له هره گناه تښته

خصوصاً د آزار اخستو له پښته

لکه خون، خمر، زنا يا جواري شوه

کبر و ظلم پس غيبت فتنه کاري شوه

هسې تښته له جمله بدو بدانو

لکه گډه، بزه چې تښتي له لېوانو

چېرې نه چې ددنيا په ننگ و شرم

نس شيطان در څخه مات کړي د دين درم

د دنيا د يوه دم خوښۍ د پاره

تمام عمر دې دين مه خواروه ياره

په گناه گڼه ځان هسې شرمنده

لکه څوک کا سر و پای په گل گنده

چېرې نه چې د اميد په اماني

بې پروا شې د گناه په پښېماني

که وښکی نه شې په هره ساه توبه

کړه د ورځې په گناه بېگا توبه

که له کړې گناه غواړې وېزاري

همېشه کړه استغفار توبه زاري

کړه بندگي خاصه د خدای د پاره دله

مه غوږه باسه په دا باب بله بدله

د ريا عمل ، عمل نه دی گناه دی

ريا کار تر خپله خدايه رو سياه دی

د ريا بندگي د خدای نه ده، د خلق ده

مشرکي لاندې، ددې اسلام تر دلق ده

هر عمل دخدای د پاره په اخلاص کړه

د مخلوق له پرستشه خاطر خلاص کړه

که دې يووړه دا توښه ځان سره جانه

د قيامت مزل به غوڅ کړې په اسانه

خواه ناخواه مه کوه زور زنهار زنهار

په دا پند کوه عمل ليل و نهار

که له دې لارې قدم دې تېر و بېر کړ

بيا به وايې په بلا دې خپل سر گېر کړ

بيا هاله که پښېماني کوې بې وخته

په هيچا به دا اسانه نه شي سخته

که په غوږ کړې دا گوهر زېبايي ستا ده

او که نه وي د ناصح غاړه ادا ده

دويم علم د معاش زده کړه لالنه

بيا يې وکړه په عمل سره پالنه

ډېره مينه په دنيا مه کړه هوښيار شه

په اخلاص له قناعته سره يار شه

چې دا مينه دجمله بلاوو سر ده

په خطر که هر پر هرلره کوسر ده

په ادنا خوراک پوشاک باندې قانع شه

په زياتي د نفس هوی خرص مانع شه

که روزي دې صبر و زهد د همای شي

پادشاهۍ ته به دې سيوری رهنمای شي

که دې ډېر هوی حرص که سترگې وږې

په دولت کې به دې چوي زهره سږې

د څښتن له نعمتونو ذاکر اوسه

په نعمت يې کفران مه کړه شاکر اوسه

کوه خرڅ د خپل حاصل په اندازه

چېرې نه شې په اسراف بد اوازه

آه افسوس بويه په حال دهغه کس

چې يې خرڅ کېږي يوولس حاصل لس

مه خوره هسې مکلف طعام زنهار

چې له خرڅه يې څو وقته شې نهار

موافق له خپله توانه زيست بسيط کړه

مه افراط کوه يک لخته مه تفريط کړه

که ساړه وي که غارمه په ژمي اوړي

تېرې مه غزوه پښه تر خپل خرڅوړي

هغه هسې نان دهې مه کوه پيارې

چې دې فرض په غاړه وي نفل گذارې

فراخي ښه ده، نه هومره چې پرې تنگ شې

دهوی هوس پر اور باندې پتنگ شې

احمقان گټي د عقل له خامۍ

په يوه نېکه نامه سل بدنامۍ

چې دې يو پلو لمن فقر راکاږي

بل پلو دې قرضداران پرتوگ وکاږي

نه دی کم دا سخاوت تر لېونتوبه

دا غوړې، وريجې بتر دي تر اتوبه

حاصل مه شه هغه زېب له دُر مرجانه

چې دې څيرې کا غوږونه زما جانه

ساته کل دکور سړي تر قبض لاندې

د خپل حکم هيبت پروت لره ورباندې