غزل
پرې غوغا کاڼئ بلبلو
خوشحال خان خټکپرې غوغا کاڼئ بلبلو!
تل به وخت نه وي د گلو
دا گلونه مسافر دي
کال به تېر کا په راتللو
ستا په مخ به يې نوشمه
ساقي! مهر کړه دملو
ځايگی دې وويشتلم
که خطا يې په ويشتلو
که صورت ژغورې له غمه!
سترگې نيسه له کتلو
دا د مهر ويل پرېږده!
زه دې خوښ يم په ښکنځلو
ما وی- څو مې به لاسوځې؟
په خندا يې وی تر تلو
نه به باز، نه به شهند شم
نه به راشې په منگولو
وعده درسته کړه، خوله راکړه
خوشال نه دی د غولولو