غزل پرې مې ږده واعظه يم د يار په انتظار کې ناست امیر حمزه شینواری د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 پرې مې ږده واعظه يم د يار په انتظار کې ناست بس خو تصور مې دی د سترگو په ځمبار کې ناست 02 سر که وي په نېغه مطمين چې نه وي تلی نه شي کړي تپوس د لارې که هر څو وي څوک په لار کې ناست 03 ځار شمه له ميو چې خمار د دنيا لرې کا دی چې د رندانو سره شېخ په يوکتار کې ناست 04 شېخه طعن پرېږده ځه مسجد لره خپل کار کوه وي د ټولې شپې به رندان هم د چا په کار کې ناست 05 زه لکه نظر چې په ککۍ کې ټينگېدای نه شي راغلمه د باندې څه په کار چې وم په غار کې ناست 06 څو ځله د خپل حقيقتونو د کاروان سره راغلمه دې سرای ته وبه بل زما په وار کې ناست 07 پوهه زه حمزه يم خو فرېب د عشق به څه کړمه ورشم خو پخوا زما له سوال وي په انکار کې ناست د قاموس مانا × اصلي کلمه