څلوريزه

پرېشان په ځان کې په ډېر حيرت يم

خوشحال خان خټک

پرېشان په ځان کې په ډېر حيرت يم

څه وم دا څه شوم په څه حالت يم

چې تل مې ځای شول غرونه رغونه

زه دا په چا پسې مجنون صفت يم