نظم
پرېشانېدل د مجلس په راته د ورځې او فرياد د عزيز په شان د ورځې
عبدالحمید مومندچې تاريکې صبحدم د شپې ډيوې کړې
د شفق ميو ښکاره خپلې جلوې کړې
په دا رنگ هغه عزيز په مينه مست
له ميدانه د ژوندون وړی شکست
په لمبه د محبتت موټی ايرې
کېوتلې د غمونو په گيرې
حسب حال وايي په شانې د ويرژلي
هغه سوی غمزده په زړه ورژلی
ربه دا څه پېچو تاب شو راته پېښ
چې په ما باندې يې کېښود اپادېښ
دا خدنگ دې دی دکوم لنډې ليندې
چې يې وسپړدې زما د زړه پردې
دا د کومې ميخانې گرم شراب دي
چې مې هسې عقل هوش باندې خراب دي
هېڅ مې نه زده څه تاثير لري دا می
چې هم رنگ مې هم رونق کړ دزړه طی
نه پوهېږم چې دا دُرد په څه نمای دی
چې يې زه خاورې ايرې کړم دی په ځای دی
نه پوهېږم دا د کوم سرود نغمه ده
چې يې ايښې په شعور زما تغمه ده
نه پوهېږم چې په کوم گناه نيوه شم
چې کباب غوندې په اور کې دايم سوه شم
ده ويلې په دا رنگ د وير وينا
چې شاهد شو ورښکاره لکه برېښنا
هره خواته چې د سترگو التفات کړي
باندې نوی دضرور باره وفات کړي
سل فتنې د غمزې بيا يې په جلب کې
دم قدم د خون رېزۍ په طلب کې
چې قيامت يې په رکاب کې د قامت شو
له راتلو يې ځکه شور د قيامتت شو
د کږو
وروځو لينده په لاس برکښه
په دوو سترگو، کينه گر لکه مزری
د پرهېز له مړنيو وړي بری
په سرو شونډو اتش بار اور لگوونی
د زاهد د لندو وچو وښو سوونی
په شوخۍ د شېخۍ ښهر شکن
په کمند کې دکاکلو شېر افگن
هر اندام دگل اندام په خپل خرام
ما تاو د هر محرم د حج احرام
په رخسار بله ډيوه پروانه سوزه
په کاته د سامري سحر آموزه
دم قدم به يې د حسن په لمبه
سنگين زړونه هسې سوه لکه پومبه
په دا هسې طمطراق راغی نژدې
د قاضي په بزن بزن په دې دې
سر و قد چې د عزيز په خاطر داشت
سم قامت په سلام خم کړ لکه مياشت
په مشتاقو يې اختر کړ د ښادۍ
الوداع يې کړهروژه د نامرادۍ
په ادب يې دبدب خسته عزيز
ورولاړ شو مات په زړه دمينې خريز
په هزار مهربانۍ ترې قرباني شو
جان فشان د يار د زړه په پاسباني شو
تمامي اهل مجلس په سل دانش
ورته وکړه په تعظيم هزار کورنش
دغه پسه يې ډيوه د انجمن کړ
اور يې پورې په گلونو د چمن کړ
تبسم يې کېښو سم د گل په سترگو
يا يې اور ولگاوه د دين په درگو
يا يې مالگې د وړولې په پرهر
يايې ووړله مخه آب د دُر گوهر
هېڅ مې نه زده چې جوهر و که عرض و
جلوه گر له هغې خولې په څه غرض و
د حيا نظر بازي شوه هسې گرمه
چې نرگس پورته کتی نه شو له شرمه
په خوله لاس د خاموۍ کېښو کتو
هر گز نه موند له حرف لار د وتو
هسې گرم شور و شر د لېونتوب شو
چې محشر له دله هېر کله هېر خوب شو
چې يې مست تمام مجلس په ننداره شو
بې اختياره دا فرياد ځنې ښکاره شو
څو يې بلې لمبې کښېناستې په جوش
دياقوت د اور په څېر هسې خاموش
دې پيالې لره کباب، رقص سماع دي
د قيامت کښېناسته محض اختراع دي
هغه شوخ په اورېدو ددې نغمې
د آرام په سينه کېښووې تغمې
په خندا له ځايه هسک لکه لمبه شو
دم قدم پورې د رقص په پومبه شو
هر اندام د موم اندام په نڅېده
لکه موم د اور له تابه څڅېده
هسې تاو دده د زنگو شرنگهار کړ
چې يې غوږ د شېخ ملا په هنگهار کړ
هر ساعت به يې زاهد د لاس له چېړه
پاس په مخ باندې خوړه توده څپېړه
چې په څرخ واهه نگار د زړه په ستنې
لا به تېز کړ هغه اور باد د دلمنې
کښېناستو يې کښېنول سل افتونه
پاڅېدو يې پاڅول سل قيامتونه
هسې شان به په نڅا کې د ست افشان شو
چې زُهرې څخه به جمع شان پرېشان شو
کله ترپله لکه برق په يوه فج
کله ودره لکه شاخ د گلو کج
په هنر د پاکوبۍ چې آغاز گيت کړ
سنگين زړه لکه دانه د کور وچيت کړ
کله کښېنه کښېنوه بلا په زړه
کله پاڅه پاڅوه دلحد مړه
هسې رنگ به په نڅا تالا کوتر شو
چې به فکر دپري ورته اوتر شو
چې به مخ د گل بدن شو عرق پاش
له بلبلو به گل بانگ شود شاباش
چې په څرخ کې به اوده لکه غونچه لاړ
لکه گل هسې به خور پچه پچه لاړ
په هر رنگ چې به مطرب غږ اوه تار
بې تکليفه يې نيوه چړاو و تار
شو به تېز لکه له گلو ډکه څانگه
په نڅا د شابش شابش له گل بانگه
چې يې وکېښ د اودي اواز له حلقه
وسوسه به د سکون لاړه له خلقه
له اوبو به شو د عقل جريان پاتې
له مرغانو به د دين شو طيران پاتې
رنگ و راگ يې د رندۍ په رنگ و راگ که
تاخت و باخت يې تخت و بخت د صبر ډاگ که
هسې شان يې اثر ناک داودي حلق و
چې گويا کې د علي د تورې بلق و
لگاوه يې دم قدم لکه ققنس
د مجلس په ځاله اور په هر نفس
چې يې خلق په خرام سره لوټ پوټ کړ
په خنجر يې د نغمو جهان کټ کوټ کړ
چې عزيز له دې علاجه لا بتر شو
درست د شرم له پردې وووت اوتر شو
فريادي غوندې يې داب و آدب پرېښو
د دادي په څېر يې لاس په لمن کېښو
وې يې ای د مرگ له خولې وتليه گفته
د وښکلي تېغ په څېر له فتنو جفته
په روش د خپلو سترگو کينه گره
په دستور دخپلو کسو فتنه گره
په شېوه د نادر حسن ښاپېرۍ
په جلوه د صبر زهد لوټېرۍ
څو به ته لکه پرکار چورلې راباندې
څو به زه لکه نقطه سرويه شم لاندې
څو به ته دمهر ناز له تبسمه
غر وسم لاندې کوې ترخپله سمه
بس که کښېنه دکينې توره په کې کړه
په لمبو زما، د رحم باران کښې کړه
بس کړه مه کوه په نورو گړي لوبه
مبارک دې شه زما د قتل سوبه
راشه کښېنه ته قصه د پتنگ واوره
هنگهار د خپل شمشېر دڅو رنگ واوره
راشه کښېنه واوره حال د خپل ويشتلي
چې يې تا دي څو توبري له زړه وېستلي
يک تاز حسن دې هسې په ما خېز کړ
چې لښکر مې يې د عقل په گرېز کړ
که هر څو مې په زارۍ د عقل پښې
نيوې، نه ودرېده لاړ د ځان په ښې
په رښتيا چي ستا د جنگه آهنگ ولاړ شو
قابوچي عقل قابو ته کاته لاړ شو
که هر څو راسره مل ننگ و ناموس شو
د تنگۍ په وخت جدا را څخه بړوس شو
چې مې څوک وو کومکي د دين راغلي
واړه لاشوو له هيبته د ستا غلي
بې فرياده که يې هيڅ نه شي له لاسه
چې مي نيسي د آه سپر په سر دپاسه
بې له اوښو چې مې دی په غم لوټ پوټ
دم په دم يې راکاوه د اوبو گوټ
نهايت چې بېچاره لکه مرده شوم
ښوی سپينې ورته زه په ځان پرده شوم
راغی سرې جامې اغوستې لکه گل
مهربان په دلاسه د خپل گايل
په گلگون لباس کې راغی هسې شان
لکه آب د گل له گله درخشان
هر پلو به يې له عکسه دمخ دله
د ياقوت د آب و تاب جلوه کېدله
سر تر پايه لکه مهر شفق پوش و
د گيسو له توره شامه هم آغوش و
آتشي جامې آغوستې لمبه طور
په تلاش د سمندر دحال د غور
چې بېتابه که عزيز د وصل ځلې
اور يې پورې شو دشرم په خځلې
دايره د تحمل شوه باندې تنگه
د ادب شيشه يې وويشته له سنگه
وې يې ای زما د زړه د باغ مېوې
په زيارت د خپل شهيد بلې ډيوې
څو به ته لکه آهو له ما ترهېږي
څو به زه دا خون خورگي کوم پوهېږي
راشه نوره بې رحمي راسره مه کړه
د خپل عشق په څېر مې ځای په زړه کې وکړه
پس له دې (نه) زه تاب نه لرمه رام شه
خبردار زما د مينې په احرام شه
جذبو دې د خواهش په هسې رنگ کړم
چې يې سر دځان په سوه لکه پتنگ کړم
چې شاهد په آه فرياد د عزيز ځيرشو
له دې تابه لکه موم اثر پذير شو
په سينه يې ورته لاس د قبول کېښو
کبرو ناز يې دښايست په مهر پرېښو
عرض حال يې همه واړه ومانه
پرې يې نښو په خاطر کې څه مانه
ولې هلته يو رقيب دده هم غاړی
ناست و دېو غوندې بد شکله بلا غواړی
په زبان لکه مقراض ويزاروونکی
په بد خوی لکه لړم ازاروونکی
بدشگونه بد نمون وچولی غوټه
تريو و تريخ لکه زقوم د غم له گوټه
د جهان بلا جفا وې په سل غوړې
د سړي په شانې شکل سره جوړې
که په خواب کې در ښکاره دده شبيه شي
وايه د يو ځنې خجل، شيطان تنبيه شي
په هزار حيلې د شرعې موافق کړي
تر قدم پورې حلال دا منافق کړي
وې يې سترگې د وښکو، خوله دگنډلو
په بل رنگه نه و رنگ دکښېمنډلو
بلکې نه يې و بې وژلو بل علاج
چې يې ښه کړي په کشتن رسم و رواج
څه به ښه وو که په درد حبيبانو
زرغون مه وای خنډو خار د رقيبانو
په دا گنج باندې پروت مه وای دا طلسم
بارې موند نه شي دا قسم په بل قسم
چې يې پوه هغه کم بخت په رابطه شو
د حيا له ضابطې بې ضابطه شو
له غصې سره سور شين شو لکه زهر
په شاهد باندې غړ پليده په قهر
وې يې اې اور لگووينه پاڅه بس کړه
آواره اهل هوس لکه لوند خس کړه
لکه اوښې د مجلس له سترگو وځه
بل کړه اور د بوالهوس سړي په دروزه
چې يې لاس د ناچاريه په گرېوان شو
بېچاره چې چاره نه ليده روان شو
په عزيز شوې د فراق مړې خولې ماتې
لکه بې روحه کالبوت شو حيران پاتې
په خوله پټه ېشېده لکه پوخ دېگ
رژېده يې د ژوندون له مخه رېگ
سره مږي په ارمان لاس د اميد
چې يې خلاص شو له کمنده نښتی صيد
سېلابونه يې د اوښو ځه له سترگو
لگاوه يې اور اوبو د تن په درگو
چې له ډېره غمه زړه ور څخه ورغښت
د لېچن په دود يې کړ سره کور مښت
دا وينا وايه له ځانه سره ورو ورو
لړزوه ځمکه آسمان سره په ورو ورو
ربه څه مې دې د بخت مزی نری کړ
چې گيدړ دې په کشتن زما مزری کړ
هر يو سپی راباندې مېژي، پښه که پورته
هر سفله مې لکه موم نيسي واور ته
محبت کړم اوښ باري، په پوزه نته
د هر چا د ظلم بار وړم بې منته
د هېچا را څخه نه شي وېره شرم
په آزار مې هېڅوک نه دي نرم گرم
که مې ږدي کس و ناکس په سر قدم
له خوارۍ ورته وهلای نه شم دم
واقعي د ماشي مچ له بڼهاره
خطره خورم دمزري له تڼهاره
عاشقۍ کړم هسې شان په زړه نری
چې ښکارېږي راته سپی عينې مزري
راپېښ کړی عاشقۍ هسې جنجال دی
چې مجال پکې زما، د جولا جال دی
که يې زه کړم په هزار خوارۍ ساز
بيا يې وشلوي په ما دمچ پرواز
خه اميد زما د عشق په بندوبست دی
چې مې هسې په بانه دبخت شکست دی
آه له بده توره بخته چې زما دی
درېغ له دې عمرضايعه چې زما دی
سيده سترگې نه وي سپړ دې په گلزار ما
بيا خوړلی پکې زخم وي د خار ما
سيده سر راغلی نه وي د ښادۍ
بيا وهلی وي ږلۍ د بيدارۍ
سيده نه يم له يوه غمه پخښو
بيا اخته شم دبل غم په خرخښو
وايه دا د وير وينا دهد ويرژلي
باندې ژاړي يار اشنا په زړه ورژلي
چې فلک پکې خلل دتزوير گډ کړ
وسندرو ته ټول شوي په وير گډکړ
راشه، راشه اې ساقي ابر نيسانه
په دوه جامه زما گرانه کړه اسانه
ترهولې سپي رقيب غزاله رام کړه
بيا يې زر زما وخواته په خرام کړه