غزل
پرېږدئ زما لا سونه زه اورونه په لړمه
عبدالباري جهانيزه په سوي مذهب پوه يم زه دوزخ ځانته کرمه
زه د خضر چينه سوځم نړوم د کوثر غاړي
زه له مړه ژوندونه موړ يم ما ژوندی لحد ورغواړي
زه د مست ګداب په غيږ کي لاموجونه ويښومه
زه په ستوني د ښامار کی مرګ له خو به پا څومه
زه په زړه د جهنم کي ا نګارونه لټومه
ا هر يمن راپارومه لايې ځا نته قهرومه
پريږدئ پريږدئ زما لاسونه زه اورونه په لړمه
زه په سوې مذهب پوه يم زه دوزح ځانته کرمه
پريږدئ روڼي دا تياري کو پريږدئ پئ کودامزلونه
ټول په ګډه سره لمبه سو او روښان کورباتونه
راځئ لنډي ګړو دا لاري ور هوار کو کږليچونه
د ژوندون د پاره ومروڅوژوندي ګړو لحدونه
په دې هيرو خرابو کي د هستۍ مستې أغازګړو
دا دمرګ شېلې رڼا کوپکي کوک د ژوندون سازکو
زه شاعر يم د دي مېني زه سکوت ورماتومه
زه هاتف دژوندۍ چيغي زه دا مړي ويښومه