غزل

پروت يم ستا په ور کې په خيرات مې ياد لره

خوشحال خان خټک

پروت يم ستا په ور کې په خيرات مې ياد لره

دا ناښاد خاطر مې په پوښتنه ښاد لره

څو کړې ظلم جور، په څو رنگه طور طور

وکړه فکر غور، اندېښنه د داد لره

خيال، دماغ دې ډېر دی، تر حساب تر حده تېر دی

مرگ قيامت دې هېر دی، ښه دا هومره ياد لره

مرم په انتظار کې نه شي هيڅ په زاري زار کې

سخت زما په کار کې، تر سندان فواد لره

شرع شته، کتاب شته، دعذاب دخوی عذاب شته

ښه که څه ثواب شته، ته دا خوی معتاد لره

خدای وته څرگند دی،چې دخپل خاطر پسند دی

څه مهر پيوند دی، هومره دا عناد لره

خوی خصلت چې ستا دی، واړه پټ نه دی پيدا دی

مهر، ناز که دا دی، ته يې تل بنياد لره

ملک شته کښته پورته، گورم ستا د سترگو لور ته

مه درومه بل لور ته، ځای په دا سواد لره

زلفې دې زنځير دي په کې ډېر زړونه اسير دي

څوک په دا تدبير دي،چې خوشال آزاد لره