غزل قربان دې تر نامه شم محمده پيغمبره خوشحال خان خټک د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 قربان دې تر نامه شم محمده پيغمبره! اول ثنا د خدای ښايي، بيا ستا ثنا ده غوره 02 آدم که دې پدر دی، په معنی کې ستا پسر دی تر واړو مرسلانو مقدمه مؤخره 03 دنوح نجات له تاو د طوفان له امواجونو گلزار په خليل اور شو ستا له رويه ای سروره! 04 چې خلاص شوه له کشتنه اسماعيل مږ يې قربان شو چاړه دده له حلقه ستا اروا کړه لره بره 05 موسی ته څرگند نه و وعيسی ته ښکاره نه شول په قاب او په قوسين، په هغه اسرار خبره 06 موسی په کوه طور د تجلی طاقت رانه وړ تا وليده د سر په سترگو خپل مولی بهتره 07 ستا صفت به خوشال څو کاندي په ژبه انه وانت المولا و افضل تره د قاموس مانا × اصلي کلمه