نظم

قاصد لېږل په عزيز پسې د پلار او قسم نامه غوښتل د عزيز د پلاره چې منع مې مه که له دې کاره

عبدالحمید مومند

راشه حال دسينه سوي يعقوب واوره

د يوسف د خود رايو اسلوب واوره

پلار د زوی د جدايۍ په ماتم گير شو

له علاجه يې زحمت و مرگ ته تېر شو

په دارو به يې زحمت لا غلبه شو

په اوبو به يې بڅری شنه لمبه شو

نهايت چې په دا درد کې بېچاره شو

سلاجويه له څو کسو دوباره شو

هر احد لکه غونچه په زړه پرېشان و

هر يوه څخه په سوو د شمعې شان و

واړه يو ځله آغازې کړې خبرې

هر يوه کړه دروازه د فکر لرې

موافق له خپلې پوهې هر يوه

په نيوه د هغه صيد مخ ونيوه

په دې واړو کې يو ښه دېرينه مرد و

چې د مينې په صحرا افتاده گرد و