نظم
قاصد لېږل په عزيز پسې د پلار او قسم نامه غوښتل د عزيز د پلاره چې منع مې مه که له دې کاره
عبدالحمید مومندهم پرې تېره وه د مينې گرمه سرده
لکه اوښې پرورده د زړه له درده
د هر زړه بېتابۍ په رگ پوه و
د هر رنځ د خرابۍ په رگ پوه و
رفوگر د خوږو زړونو د پرهار و
پوه په رنځ د هر بيمار په هنگهار و
په دا رنگ هغه حکيم پوه په مزاج
له مزاجه موافق وښود علاج
چې شاهد ته يو پخته قاصد راهي کړه
ور په لاس دخپل تقصير عذر خواهي کړه
چې دا دُر کاندي په غوږ ستا د زارۍ
دی جدا شو البته له ناچارۍ
خود به رايشي عزيز پسې کوز گوري
وړاندې ورستو يو څنگ بل څنگ له سيوري
که همدمه هم قدم وي په دې څه شو
که په غم وي که بې غم وي په دې څه شو
هغه پير د ځان په وير په دا گفته
هسې شان شو لکه صبح شگفته
هغه دم يې يونوکر فرخنده پی
مقرر په دا خدمت کړ پياپی
په مضمون يې د پيغام سراسر پوه کړ
غوڅ يې څو کروه منزل لکه يوکروه کړ