نظم
قاصد لېږل په عزيز پسې د پلار او قسم نامه غوښتل د عزيز د پلاره چې منع مې مه که له دې کاره
عبدالحمید مومندهسې شان ور پسې راغی په تلوار
چې يې دواړه رسوا ونيوه په لار
پس له عرضه د سلام قاصد بې درنگه
و شاهد و ته پيغام وکړ دا رنگه
ای په مخ د هر ښايست د جمع شمع
او بې تا توره تياره ده په دې جمع
له غارته دې جهان سره غارت دی
اشارت دې اثرناک تر عبارت دی
جلوه گاه دې دجمال هسې جلوه کا
چې هر سنگ دې له يوسف سره دعوه کا
د ستا مۍ چې تا په مينه دي نومړي
دموج تېغ يې دی کاري زخمونه کړي
نوم مې واورېده د ستا لاړم بې خوده
نه مې خوب شي نه خندا لاړم بې خوده
تعجب مې ددې ميو په اثر شي
چې يې پلار په څښه دزوی مست اوتر شي
ستا له غمه دا بلا شوه راولاړه
چې همسامی د پيرۍ له لاسه لاړه
چې مې نه پېژاند هاله د وصل قدر
ښه چې اوس په جدايۍ شوم هسې جدر