نظم

قاصد لېږل په عزيز پسې د پلار او قسم نامه غوښتل د عزيز د پلاره چې منع مې مه که له دې کاره

عبدالحمید مومند

تر قيامته مې پخوا وليده قيامت

ښخوم په شونډو غاښ د ندامت

تېر تقصير راته معاف کړه مهر آموزه

پس له دې توبه په خوله رسۍ په پوزه

هر چې کړې هغه کوه اختيار در کړی

ستا په لاس زما د واک د رسۍ پړی

دکرم په اوبو مړ د غضب اور کړه

بېرته وجار وځه سخ زما په کور کړه

تر فرزند به دې ونه گورم کوز دله

دی عزيز زما يوه سترگه ته بله

نورمې ازاره وه راشه لالنه

په بخښل د توبه گار اوس کړه پالنه

راشه راوله زما تللې ښادي

زر مې ورسه په داد و په دادي

راشه راکړه روښنايي زما د سترگو

بې تانه شته بينايي زما د سترگو

رسېدلی دې له غمه په زړه چوي يم

د غصې طاقت مې نشته دزړه سوي يم

که هاله پرده نشين د گنج په څېر دی

د خلوت په دايره کې نقطه گېر دی

اوس افتاب غوندې شهره په ښهر برېښه

چې دې زړه په هغه سيمه کوه پېښه