غزل
را ښکاره چې د دلبرې د مخ خال شي
خوشحال خان خټکرا ښکاره چې د دلبرې د مخ خال شي
لکه ښکار د ښکاري ولگي خوشال شي
په څو ژبه شاعري په جهان کېږي
د هر چا ثنا صفت د ښه جمال شي
دنيا دار کره چې نه وي ښې دلبرې
اور دې پورې د دنيا په ملک و مال شي
په وصال د سمنبرو زړه توانگر شي
چې يې نه ويني په سترگو خوار کنگال شي
چې عاشق د معشوقې په عشق کې غرق شي
جدايي له منځه لاړه تل وصال شي
ارمان دا دی چې به زه همېشه نه وم
همېشه به سره گلونه کال په کال شي
د گلونو وخت تېرېږي ساقي گرم يې
که د جام په راکولو دې اهمال شي
لکه باغ چې په گلونو مالا مال وي
د ما جام دې په شرابو مالا مال شي
راشه گوره! د يارانو بې غمي
هومره مهر هومره مينه محرمي
زه دا هسې په فراق په اشتياق کې
حقيقت يې راته نه کړ قلمي
اسمان لرې مځکه کروړه عاشقان دي
چې په څو رنگه غمونه تل زغمي
ما په دا جهان کې غوښته مونده نه شوه
که په بل جهان پيدا شي خرمي
څوک چې دم د همدۍ وهي ترې سوړ شوم
چې مې وليده دخلقو همدي
چې په هيڅ ساعت خالي نه وي له غمه
مگر غم لره پيدا دی آدمي
هيڅ سبب نشته چې حال ورته معلوم کړم
چې په کوم زحمت کې پروت يم المي
ته چې ماته عربي خبرې وايې!
د عربو ژبه څه زده عجمي
که خبر په دا مثال يې ويې وايه
چې په گوته يوه گوته دوه غمي
بادشاهان به يې هيڅ کم نه کا خوشاله!
که يو خدای د سړي نه شي په کمي